د حمام کولو په مهال دا یوه غلطي کول ددې سبب کېږي چې نارينه بیا هېڅکله پلار جوړ نشي -

د حمام کولو په مهال دا یوه غلطي کول ددې سبب کېږي چې نارينه بیا هېڅکله پلار جوړ نشي

حمام کول د بدن د روغتیا د خپل نظافت او ټولنيز نزاکت له رويه ډیر زيات مهم دي او کول یې په منظم ډول د ټولو انسانانو عادت دی، خو ددغې ګټورې چارې په ترسره کولو کې ځينې وخت بعضې غلطۍ ترسره کول ددې سبب کېږي چې انسان د ګټې په ځای خپل بدن خپلې روغتیا ته ډېر جدي زيان ورسوي. له همدې کبله پکار ده چې د هر کار په ځانګړي ډول روغتيايي کار په هکله منفي او مثبت او يا مناسبه طریقه د کولو زده کړو.

د حمام په مهال ځینې خلک د ډېرو ګرمو اوبو سره عادت لري او غواړي اوبه ډېرې ګرمې وي، عموماً دا ډول کسان په حمام کې د نورمال وخت څخه ډېر وخت تېروي، ځکه دوی دا ډول حمام د يوې خوا که د خپل نظافت لپاره ترسره کوي د بلې خوا غواړي د حمام کولو څخه خوند واخلي او ښه وخت پکې تېر کړي.

خو کله چې دا دواړه چارې سره يو ځای شي نو بدن ته یې زيانونه بيا واقعاً ډارونکي دي، د يوه لوري د زيات وخت لپاره په حمام کې پاتې کېدل پوستکي ته زيان رسوي او د بل لوري که چېرې د اوبه زياتې ګرمې وي او يو کس په پرلپسې ډول د زيات وخت لپاره په حمام کې دداسې ګرمو اوبو لاندې پاتې شي.

نو دا ددوی په جن. سي روغتیا ډېر زيات منفي تاثير کوي، څېړنې ښيي چې د زيات وخت لپاره د ګرمو اوبو لاندې پاتې کېدل ددې سبب کېږي چې د نارينه و بيضې د روغو او حرکت لرونکو منيو يا سپرمو له تولید څخه بې وسه شي او په دې ډول نارينه د پلار کېدو قابليت له لاسه ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *