د حضرت ځاځي دوران ختمېږي، بد خبر ورته راغی، وشړل شو

حضرت ځاځی د افغانستان د توپ وهنې لپاره یو ښه اومید او هیله وه، په لومړيو کې ښه وځلیده د افغانانو تمه‌ ورڅخه زياته شوه نوموړي ته په ملي ټيم کې د اوپنر ځای ورکړل شو خو د هغه د زيات وزن له کبله په ځان د نه کار کولو له هغه په وروستيو کې په خپلو ټولو لوبو کې ناکام و. اوس خپلې همدې بې پروايي د یو بل ډېر بد خبر سره مخ کړ.

ځاځی تېر کال د پاکستان په سوپر ليګ کې د پیښور زلمیو له لوري په پلاټينيم کټګورۍ کې و دا ترټولو لوړه او قیمتي کټګورۍ ده ځکه پېښور زلمي ټيم نه غوښتل دی بل څوک واخلي. خو سږ کال پیښور زلمی ټيم دی بيرون کړ او کوم بل ټیم هم ورسره قرارداد لاسليک نکړ. ددې لوی علت دادی چې؛

پوه شول ځاځی صرف ليګ سایډ ته توپ ښه لوبولی شي خو توپ اچوونکي سمدلاسه پوهېږي او نور خپل بال بدلوي چې بال بدل کړي بيا نو ځاځی هم همغسې په دوه دریو منډو اوټ شي. يانې ځاځی جوړ بال وهلی شي چې هغه څوک ورته کوي نه نور بس هېڅ پکې نشته.

دی په ځای خواري نه کوي ددې په ځای چې خپل وزن کم کړي وزن یې ورځ تر بلې نور هم زیاتیږي. دی هم د افغانستان د کرکټ لپاره يو خيال ماتونه شوه او هم یې خپل راتلونکی خراب کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *