د حضرت علي څخه پوښتنه وشوه: د اسمان څخه هم درانه څه شی دي؟ ويې ویل
حضرت علي د اسلام په تاريخ کې په علم پروروۍ او علم پالنه پېژندل کېږي، هغه د مسلمانانو له هغو مشرانو څخه شمېرل کېږي چې تل به یې په علم او زده کړه باندې ټينګار کاوه.
ويناوې يې تر ننه پورې د پخو متلونو په شان د عربي نړۍ ترڅنګ په نورو اسلامي هېوادونو کې هم د ژوند د مسايلو په مهمو برخو کې کارول کېژي.
د هغه یوه ټاپ عالمانه وينا د تهمت او افطرا په هکله ده، د حضرت علي رض څخه پوښتنه وشوه چې تر اسمان څخه هم درانه څه شی دي؟ حضرت علي ځواب ورکړ په یوه صادق انسان باندې تهمت پورې کول.
د مسلمانانو پوهان وايي چې پرته له دې چې د یوه کس په هکله مو دقیق شواهد نه وي ترلاسه کړی يا مو په سترګو نه وي ليدلي نو د هغه په هکله د شا څخه د ويل کېدونکو خبرو په بنسټ پرېکړې مکوی.