د حاملګۍ په دوران کې ښځه له مېړه څخه دغو څلورو شيانو ته زيات پام کول غواړي -

د حاملګۍ په دوران کې ښځه له مېړه څخه دغو څلورو شيانو ته زيات پام کول غواړي

د حامله توب په وخت کې بايد د مېرمنې وضعيت درک کړل شی، هغوی په ځان کې دننه يو بل انسان يو بل ځان پالي له همدې کبله په بدن او ذهن يې ډول ډول تاثیرات وي او حالت یې نورمال نه وي، کېدی سي د اشتها له ستونزې سره مخ شي شدیده دل بدي ولري او نور ډول ډول جانبي عوارض پدې دوره کې پيدا سي.

نارينه ته پکار ده چې پدې جريان کې په پوره حوصله د خپلې مېرمنې ملګرتيا وکړي د هغه سره د کور په کار کې پوره مرسته وکړي او ورسره د هغوی خوړو او پالنې ته ښه متوجه و اوسي.

ددې ترڅنګ نارينه باید د کور. والي په برخه کې له ډېر احتياط څخه کار واخلي پدې هکله ځان ښه پوه کړي ورسره په کور کې په لوړ اواز چیغه وهل او داسې نور څه کول چې مېرمنې وډاره کړي ډېر زيات زيان لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *