د حامله توب څخه د خبرېدو ۴۸ ساعته وروسته یوې ښځې ماشوم نړۍ ته راوړ خو اوس وايي

د امريکا په متحده ايالاتو کې ژوند کوونکې يو ۲۳ کلنې مېرمنې د خپل ژوند ترټولو د خوښۍ او حیرانۍ شېبه په يوه ځاي تجربه کړه، دا میرمن چې ۲۳ کاله عمر لري او په یوه ښوونځي کې د ښوونکې دنده ترسره کوي، دا او خاوند یې پرته له دې چې هېڅ پلان ونيسي او دواړه توافق وکړي چې يو اولاد نړۍ ته راوړي یو ناڅاپه دداسې حالت سره مخ سول چې حیراني پټه پاتې نشوه.

دا مېرمن وايي دا یې لومړی کال دی چې په یوه ښوونځي کې ورته د ښوونکې دنده مېلا شوه وايي په دې وروستيو کې مې د زياتې ستړيا احساس کاوه او ژر ژر ستړې کېدم نو فکر مې وکړ چې کېدی شي د زيات کار او سترېس له کبله وي خو وايي وروسته متوجه شوم چې پښې مې پړسېدلې دي.

ددې حالت په ليدو سره ډاکټر ته تلونکې مېرمن وايي چې د يو لړ معايناتو وروسته ورته ډاکټر وویل چې دا حامله ده نوموړې وايي چې ددې خبرې په اورېدو سخته حيرانه شوه خو زياته حيراني هغه مهال رامنځته شوه کله چې ډاکټر ورته وويل چې بايد د عمليات له لوري عاجل خپل ماشوم نړۍ ته راوړي ځکه چې پښتورګي او ځيګر یې سم کار نکوي.

ددوي ماشوم د خپل ټاکلي وخت څخه دوه مياشتې مخکې د عمليات له لارې نړۍ ته راغی، ډاکټرانو ويلي دي چې ماشوم یې کاملاً روغ دی او هیڅ ډول روغتيايي مشکل نلري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *