د جن.سي قوت د درملو څلور خطرناک زيانونه چې خلک ورباندې نه دي خبر -

د جن.سي قوت د درملو څلور خطرناک زيانونه چې خلک ورباندې نه دي خبر

د جن. سي قوت د زياتېدو لپاره استفاده کېدونکي درمل ګڼ جانبي عوارض او زيانونه لري، يو له دې څخه مستقيم تاثير کوونکي زيانونه دي او بل ددې رواني زيانونه دي چې د وخت په تېرېدو هغه هم په فزيکي او مستقيمو زيانونو باندې اوړي.

د جن. سي قوت د درملو کارولو یو ترټولو عام زیان د سر درد دی، دا چې جن. سي قوت زياتوونکي په چټکۍ سره د وينې جريان د نورمال حالت څخه اړوي او په وينه کې د نيتریک اکسيد د زیاتېدو سره د سر دودونه زیاتیږي.

ددې درملو يو زيان هم د بدن دردونه دي. ډېر خلک ددې درملو د کارولو وروسته د ملا د ښکتنۍ برخې له مسلسلو دردونو شکايت کوي.

ځينې درمل ان د انسان په ديد باندې تاثیر کوي، بعضې درمل ددې سبب کېږي مې د يو کس ديد کمزوری کړي او حتی له منځه یې یوسي. ددې سره سره دا ډول درمل کېدئ سي د يو کس د هاضمې په سيستم کولمو او معدې ډېر ناوړه تاثير وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *