د جن.سي اړیکې پر مهال خپله ښځه څه ډول په بشپړ ډول خوشحاله کړو؟ – ډاکټر عمران

دا یوه داسی موضوع ده چې زیاتره خلک یې په اړه ناسم معلومات خپروي او د دې ناسمو معلوماتو په پایله کې د خلکو ذهنیتونه هم ناسم جوړ شوي دي. موږ هڅه کوو په دې لیکنه کې هغه ناسم فکرونه او باورونه درته وښیو او د دې تر څنګ ځینې داسې لارې چارې درته وښیو چې له کبله یې تاسو د (جن + سي) نزدیکت پر مهال مقابل نفر په بشپړه توګه راضي، خوشحاله او انزال کړئ.

لومړی خو بايد پر دې ځان پوه کړئ چې د (جن + سي) نزدیکت پر مهال مو د ښځې راضي کول ولې مهمه دي؟ یوه خبره یاده لرئ، (جن + سي) نزدیکت چې څومره نارینه ته مهمه دی، هومره ښځې ته هم مهمه دی؛ خو د (جن + سي) خواهش د ښودلو انداز د نارینه او د ښځې جلا جلا ده.

حتا د (جن + سي) نزدیکت په اړه د ښځینه وو او د نارینه وو په لید لوریو کې هم فرق دی. یانې نارینه چې څه ته (جن + سي) نزدیکت وایي، امکان دې ولري چې ښځینه وو ته هغه خوند ورنه کړي، ممکن د ښځینه مراد له (جن + سي) نزدیکت څخه بل څه وي. د بېلګې په توګه، نارینه (جن + سي) نزدیکت دې ته وایي چې بس ژر ژر خپل تناسلي غړی د ښځې په تناسلي غړي کې دننه کړي او ځان فارغ کړي. ښځه بیا (جن + سي) نزدیکت دې ته وایي چې لومړی باید مینه ناکې خبرې وشي، بیا لمسول، مچو کول، چوشل… بیا تر دې وروسته دې (جن + سي) غړی دننه شي او خلاص دې شي؛ نو په (جن + سي) لید لوریو کې هم فرق شته دی.

کله کله داسې هم کېږي چې ښځه اصلاً (جن + سي) نزدیکت ته اماده نه وي. د هغې (جن + سي) خواهش نه وي راپارېدلی او یوازې د نارینه (جن + سي) خواهش راپارېدلی وي، دې وخت کې هم سم (جن + سي) نزدیکت نه نیول کېږي. نارینه د (جن + سي) نزدیکت پر وخت یوه غټه تېروتنه دا کوي چې ده ته یوازې خپل ځان او خپل (جن + سي) خواهش مهمه وي، حال دا چي د مقابل لوري (جن + سي) خواهش او رضامندۍ ته هم باید پوره پوره پاملرنه وشي.

که یو نارینه داسې وکړي چې بس وخت نا وخت یې (جن + سي) خواهش راوپارېږي او ښځې نه د (جن + سي) نزدیکت طلب وکړي، دې وخت کې که د ښځې (جن + سي) خواهش نه وي راپارېدلی او هغه له مجبورۍ له نارینه سره (جن + سي) نزدیکت وکړي؛ نو دا بیا زښتې ډېرې ټولنیزې او رواني ستونزې زېږوي.

ټولنیزې په دې مانا چې امکان دې ولري چې یوه ښځه له دې کار څخه دومره تنګه شي چې بلاخره کور پرېږدي او وتښتي، نارینه بیا په ټولنه کې ټيټې سترګې ګرځي. رواني ستونزې په دې مانا، کله چې ښځه جسماً او په روحي ډول (جن + سي) نزدیکت ته تیاره نه وي او نارینه ورسره لګیا وي، دا بیا د ښځې پر روان ډېر بد اغېز ښندي او ممکن له ګڼو رواني ناروغیو سره مخ شي. بله دا چې که ښځه د (جن + سي) نزدیکت پر وخت په بشپړه توګه سړه نه شي، ممکن د هورمونونو نا انډولي هم پکې رامنځته شي او دا د نارینه د واده پر اړیکه هم منفي اغېز ښندي.

یوې خبرې ته مو فکر وي چې زیاتره ځوانان مخکې له واده څخه په دې وېره اخته وي چې که ښځه مې راضي، خوشحاله یا سړه نه کړی شوه، نو شاید ما ته نامرد ووایي او ژوند مو تریخ نه شي. دا خبره مو په ذهن کې کېنوئ چې د ښځې سړول یا په بشپړه توګه انزالول کومې کوډې یا جادو نه ده چې نارینه دې ونه شي کړی؛ خو بس ځینې لارې چارې شته دی چې نارینه باید له هغې څخه استفاده وکړي، تر څو خپله (جن + سي) ملګرې انزال کړي.

ځینې وخت د نارینه دا اندېښنې دومره ډېرې شي چې په یوه رواني ناروغۍ واوړي، دې اندېښنې ته (Performance anxiety) هم وایي. سمه ده چې د (جن + سي) نزدېکت پر مهال د ښځې انزالول او سړول مهمه دي؛ خو د دې مانا دا نه ده چې مخکې له مخکې ورته دومره تشویش وکړې چې ځان ناروغ کړې. که ناروغ شوې، بیا په رښتیا هم ښځه نه شي انزالولی او همدا فکر به دې په عمل کې هم ثابت شي؛ نو د تشویش خبره نه ده.

سیکسولوجیستان وایي چې تر (جن + سي) نزدیکت مخکې باید (CFC) په نظر کې ونیسئ. راځئ ځان پوه کړو چې دا څه مانا. لومړی (C) د (Communication) یا خبرو اترو مانا لري. یانې مخکې له دې چې (جن + سي) نزدیکت وکړئ، لومړی له ښځې سره خوږې، مینه ناکې او شوخې خبرې وکړئ چې د هغې خواهش راوپارېږي. دغه راز، کله چې تاسو له ښځې سره خبرې کوئ، تاسو ته معلومېږي چې د هغې (جن + سي) نزدیکت ته زړه دی او که نه. که زړه یې نه و، فشار پرې مه راولئ. خبرې کول د مینې او واده اړیکه ډېره پياوړي کوي. زیاتره نارینه داسې وي چې تروش تندی یې نیولی وي، نه ښځې ته ارزښت ورکوي او نه ورته چندان درناوی لري، مازې خپله استفاده ترې کوي. سبا ورځ یې چې بیا ښځه لږ اخوا دېخوا حرکت وکړي، بیا غوسه هم دا وي. زیاتره کورنۍ ستونزې له همدې څخه پیدا کېږي، دې خبرو ته باید ډېر پام وکړئ.

دویم توری (F) د (Foreplay) مانا لري. یانې تر (جن + سي) نزدیکت مخکې او تر خبرو وروسته یا د خبرو په جریان کې د ښځې له حساسو غړو سره لوبې کول، د هغې لمس کول، مچو کول، چوشل او… . دې ته تر هغې دوام ورکړئ، څو چې ښځه په بشپړه توګه (جن + سي) نزدیکت ته تیاره شوې نه وي.  زیاتره نارینه چې له کاره ستړی کور ته راشي، نه ځان پاکوي، نه بل کار کوي. د خولو بوی هم ترې ځي او له ښځې د (جن + سي) نزدیکت خواهش کوي. ښځه یا له وېرې یا له مجبورۍ او یا له مینې غږ نه کوي او چوپ چاپ د نارینه دا غوښتنه مني. لږ له ځان سره فکر وکړئ چې ستاسو دا کار به د واده اړیکه پياوړې کړي، که کمزورې؟

هغه نارینه چې نصوار خوله کې ږدي یا سګر+یټ څکوي او له خولې پاکولو پرته په مرداره خوله ښځې ته نږدې کېږي؛ نو تاسو فکر وکړئ چې سبا ورځ ښځه کور پرېږدي او وتښتي؛ نو بیا ښځه ملامته ده؟ ښځه ډېره مینه ناکه وي، دوی چې تر نهایي کچې مجبورې نه شي، داسې کوم منفي عمل نه کوي. نارینه وو ته په کار دي چې د (جن + سي) نزدېکت پر مهال ځینو خبرو ته جدي پاملرنه وکړي.

درېیم توری (C) د (Clitoris stimulation) لپاره کارېږي. تر (جن + سي) نزدیکت مخکې باید لومړی د ښځې د تناسلي غړي د شروع ساحه لمس یا ومږل شي، تر څو هغه په بشپړه توګه تیاره شي. دا برخه د ښځې تر ټولو حساسه برخه وي. لنډه دا چې که غواړئ، ښځه مو درڅخه به بشپړ ډول خوښ او خوشحاله اوسي، تر (جن + سي) نزدیکت مخکې خپل نظافت ته پام وکړئ. سمدستي د (جن + سي) غړي دننه کولو باندې شروع مه کوئ، لومړی خبرې بیا لمس، مچو… او په اخره کې چې ښځه په بشپړه توګه تیاره شوه، (جن + سي) غړی دننه کړئ او په دومره مینه او کراره (جن + سي) نزدیکت وکړئ چې مقابل لوری هم انزال شي او تاسو هم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *