د جرمني وروسته اوس د اروپایي ټولنې یوه بل هېواد اتريش هم اعلان وکړ چې هغه افغان کډوال به د هېواد څخه وشړي چې په جرايمو ککړ وي.
ددغه هېواد د کډوالو ادارې ويلي دي چې دوی د جرمني سره په اړيکه کې دي په کوم شکل چې جرمني لومړنۍ ډله افغان کډوال وشړل په همغه شکل دوی هم غواړي چې د خپل هېواد څخه هغه افغان کډوال وشړي چې جرم یې ترسره کړی وي.