د تورخم له لارې د افغانستان ګټه زياته شوې، تېر کال دوه ميليارده ګټه اوس - Ht

د تورخم له لارې د افغانستان ګټه زياته شوې، تېر کال دوه ميليارده ګټه اوس

د تورخم له لارې د راټولو شويو پيسو کچه زياته شوې ده، په تورخم کې موجود مسولين وايي چې د تېر کال په پرتله یې په عايدو کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.

د پژواک څخه د يوسف ظريفي د خبر په اساس د تورخم په دروازه کې مسولينو ورته ويلي دي چې ددوی عايد تېر کال دوه ميليارده افغانۍ و چې سږ کال پینځه ميليارده افغانۍ دي.

د بل لوري په تورخم کې افغان سوداګرو بيا د وضعيت څخه شکایت کوي او وايي چې پاکستان ته د تېرېدو لپاره زيات په تمه کېږي او دا ددې سبب کېږي چې ددوی بار کړي مواد خراب شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *