د تنا.سلي غړي لپاسه ښکاره کېدونکي رګونه؛ په اړه یې څو اړینې خبرې – ډاکټر عمران

د هر انسان په تناسلي غړي کې رګونه موجود وي؛ خو د ځینو خلکو د تناسلي غړي رګونه راوتلي وي او له ورایه ښکاري. آیا دا خو به کومه ناروغي نه وي؟ یا د (جن + سي) غړي د کمزورۍ نخښه خو به نه وي؟ کوم لاملونه دي چې له کبله یې د (جن + سي) غړي رګونه زیات واضح معلومېږي؟ په دې لیکنه کې همدې موضوعاتو باندې بحث کوو چې د تناسلي غړي رګونه، څه دنده لري او دا شنه او غټ رګونه ښکاره کېدل، څه مانا او داسې نور…

تناسلي غړي کې رګونه موجود دي او د دې رګونو ښکاره کېدل، کومه ناروغي نه ده. د انسان د بدن هره برخه رګونه لري، لکه خپل لاس مو سرچپه ونیسئ، ډېر شنه رګونه به پکې وګورئ. دغسې په (جن + سي) غړي کې هم رګونه موجود وي. د پوستکي په هره برخه کې چې د شحمو کچه کمه شي، رګونه ښکاره کېږي. همدا لامل دی چې د چاغو خلکو رګونه په اسانه نه لیدل کېږي؛ خو د وچو خلکو رګونه له ورایه ځان ښکاره کوي.

اوس به (جن + سي) غړي ته راشو، د (جن + سي) غړي پوستکی ډېر نازکه او نری وي. دلته شحم یا وازده نه وي، ځکه نو دا رګونه په اسانه لیدل کېږي.

یوې خبرې ته مو فکر وي چې که د (جن + سي) غړي د یوې برخې رګ پړسېدلی و، یا یو رګ ډېر ډبل معلومېده او نور رګونه نورماله وو؛ نو دا بیا یوه ستونزه وي. کله کله داسې هم کیږي چې د تناسلي غړي یوه برخه درد و سوزش وکړي او د هماغې درد د ځای رګونه جوت یا څرګند ښکاري او دا نور عادي ښکاري؛ نو دا هم ستونزه ده او عادي حالت نه دی. یا که تاسو کوم ټکر کړی وي، یا بله داسې پېښه درسره شوي وي چې (جن + سي) غړي مو صدمه لیدلي وي او ټپي شوی وي. دلته هم د رګونو پړسوب رامنځته کېږي چې دا عادي حالت نه دی.

کله کله ځینې هغه خلک چې د لاس په واسطه ځان انزالوي، دوی خپل (جن + سي) غړی دومره په زور زور سره مږي (مښي) چې (جن + سي) غړي ته زیان رسوي او له کبله یې د تناسلي غړي رګونه راوپړسېږي. ځینې خلک د (جن + سي) نزدیکت پر مهال په دومره شدت سره تناسلي غړی دننه کوي چې صدمه وویني، د دې له کبله هم د (جن + سي) غړي رګونه راوځي. که داسې کومه پېښه شوې وه، دا بیا یو عادي حالت نه دی او پکار ده چې (جن + سي) متخصص ته ځان وښیئ.

له دې پرته، په عادی حالت کې چې کوم شنه رګونه لیدل کېږي، دا یو عادي حالت دی او د اندېښنې وړ خبره نه ده. د همدې رګونو په واسطه (جن + سي) غړي کې د وینې جریان صورت مومي؛ خو له هغو کړنو ځان وساتئ چې دې رګونو کې غیر نورمال پړسوب رامنځته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *