د تنا-سلي آلې نورماله اندازه څومره ده؟ – ډاکټر عمران

څېړنې وایي چې په دې نړۍ کې کابو هر ځوان له خپل (جن + سي) یا تناسلي غړي نه خوښ نه وي. هر یوه ته د خپل (جن + سي) غړي اوږدوالی کم ښکاري او یو ډول د کمترۍ احساس کوي. نن سبا زیاتره ځوانان د لوڅو یا بربنډو فلمونو په کتلو بوخت دي. هلته چې دوی د نارینه وو غټې او اوږدې تناسلي آلې وګوري، ایسته ورته خپل (جن + سي) غړی وړوکی ښکاره شي. حال دا چې هغه خلکو د ځینو دواګانو په زور (جن + سي) غړی دې حد ته رسولی وي. بله دا چې په هغه ویډيوګانو کې دوی (جن + سي) غړی ايډيټ کوي او دومره یې اوږدوي چې موږ ته خپل تناسلي غړی بیا له حده زیات کوچنی ښکاره شي.

یوه خبره به خپل ذهن کې کېنوئ، هغه دا چې؛ په لوڅو فلمونو کې چې څه ښکاره کوي، هغه خیالي وي او له واقعیت سره هېڅ تړاو نه لري. هغه د عامو فلمونو غوندې یوه کمپنۍ ده چې خیالي فلمونه جوړوي. لکه څرنګه چې فلم کې هر څه خیالي وي او په واقعیت که هغه پېښې ډېرې کمې پېښېږي، دغسې لوڅ فلمونه هم دي.

د نورماله نارینه د (جن + سي) یا تناسلي غړي اندازه (Size) شاوخوا پینځه اینچه وي، هغه هم کله چې ولاړ وي. د ٩٠ فیصده خلکو د (جن + سي) غړي اندازه له پینځو اینچو څخه یا یو اینچ زیاته او یا کمه وي.

د څېړنو له مخې، په دې نړۍ کې یو فیصد خلک داسې دي چې د (جن + سي) غړي اندازه یې تر اووه اینچو هم زیاته وي. دې خبرې ته باید د هر نارینه او ښځينه پام وي چې د تناسلي غړي اوږدوالی په (جن + سي) نزدېکت کې هېڅ خوند نه زیاتوي، بلکې د ښځې درد ورسره ډېرېږي. په (جن + سي) نزدیکت کې د (جن + سي) غړي اندازه مهمه نه ده، بلکې د (جن + سي) غړي شخوالی یا بشپړ ډول جیګېدل ډېر مهمه دي.

زیاتره خلک شکایت کوی؛ کله چې تناسلي غړی جیګ شوی نه وي، یعنې عادي حالت کې وي، هغه وخت کې (جن + سي) غړی له حده زیات کوچنی وي، دا ولې؟ یوه خبره ذهن کې کېنوئ؛ تناسلي غړی چې جیګ شوی نه وي، یا عادي حالت کې وي، د دې اندازه هېڅ مهمه نه ده، که نا شخ یا مړاوي (جن + سي) آله که هر څو غټ یا کوچنی وي، هېڅ کومه ګټه یې نه شته. د (جن + سي) غړي سایز هله مهم شي، کله چې دا جیګ شي.

د (جن + سي) غړي د کوچني معلومیدو یو بل لامل دا دی چې هر انسان خپل (جن + سي) غړي ته د پاس لخوا ګوري، له دې زاویې څخه تناسلي غړي ته کتل هم د (جن + سي) غړي په کوچني معلومېدو کې رول لري. که یو انسان د هندارې یا ښیښې مخې ته لوڅ ودرېږي او بیا خپل تناسلي غړي ته وګوري، ممکن هغومره کوچنی ورته ونه برېښي لکه ده چې فکر کاوه.

یوه بله اندېښنه چې زیاتره خلک یې کوي، هغه دا چې دوی وایي؛ موږ په لوڅو فلمونو کې د ځینو سړی (جن + سي) غړي ولیدل چې کله به جیګ شو، نو سر به یې پورته خوا ته و او کله چې زموږ (جن + سي) غړی جیګ شي، سر یې پورته خوا ته نه، بلکې سیده وي، د دې علت څه دی؟

دا یو نورمال حالت دی. تناسلي آله هم د انسان د نورو غړو په څېر یو غړی دی. لکه د ځينو خلکو پوزه چې غټه، د ځینو ډبله، د ځینو نرۍ او… وي، دغسې (جن + سي) غړی هم د هر انسان څه نا څه توپير لري. دا د اندېښنې وړ خبره نه ده، که (جن + سي) غړی پورته خوا ته جیګ وي، سیده وي، ښي خوا زیات کوږ وي یا چپ خوا ته، دا ټول عادي حالتونه دي.

نه د تناسلي غړي شکل مهمه دی چې تور دی که سپین دی، یا پورته خوا ته دی او که سیده. نه هم د تناسلي آلې اندازه دومره مهمه ده. هغه څه چې مهمه دي، هغه په سمه توګه د (جن + سي) نزدیکت تر سره کول دي. په تناسلي غړي باید فوکس ونه شي، ټول فوکس باید په (جن + سي) نزدیکت وشي. که د (جن + سي) نزدیکت سمه طریقه مو زده وي، په عادي (جن + سي) غړي به هم مقابل لوری سړوئ؛ نو بې ځایه شرم او اندېښنو ته اړتیا نه شته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *