د ترکیې ولسمشر اردوغان: زما لپاره نور پای را رسېدلی دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان يو ځل بيا د راتلونکي کال ټاکنو ته خپل ځان نوماند کړی دی، تمه ده شپږ مياشتې وروسته په دې هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي. ښاغلي اردوغان پرون په یوه غونډه کې د وینا په مهال د خلکو سره صميمي خبرې وکړې.

نوموړي وويل چې دا ځل به یې په ټاکنو کې ګډون وروستی ګډون وي، وايي له په اخر ځل د خپلو خلکو څخه د ملاتړ او رایې غوښتنه کوم، ده د خپلو ناکامیو په هکله وويل چې ډېر اوږد او زيات عمر وشو چې په سياست کې يم نو خامخا به ځينې اشتباهات شوي وي.

اردوغان وړاندې وويل چې دا دده لپاره اخري ده، ددې ځل ټاکنو وروسته به نور د حکومتولۍ چارې ځوانانو ته سپاري او خپله به بيا نه کانديد کېږي.

اردوغان په داسې حال کې د خپلو خلکو څخه د يو ځل بيا ملاتړ غوښتنه کوي چې ډېری ترکان د شديد اقتصادي بحران او قيمتيو څخه سرټکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *