د تازه مالټې څلور جدي ګټې، د ښځو لپاره يوه ځانګړې ګټه لري خو چې

مالټه د خالق تعالی يو له معجزوي مېوو څخه ده چې پیدا کړې یې ده، دا مېوه چې په زړه پورې رنګ خوندور خوند لري ورسره داسې مهمې ګټې هم لري چې ډېر ورڅخه تراوسه پورې نه دي. په مالټه کې د ۱۷۰ څخه زيات ډول ډول کيمياوي مواد البته طبيعي ګټور کيمياوي مواد جګ لري چې په دې کې یې له ۶۰ فيصدو زيات هغه فلاونوييدونه دي چې د التهاب ضد دي او ناروغۍ په لومړۍ مرحله کې له منځه وړي.

د امريکا د زړه د روغتيا د بنسټ له لوري د خپرو شويو معلوماتو په بنسټ په منظم ډول د مالټې او ګريپ فروټ خوړل په ښځينه و کې د مغز د سکتې خطر ۱۹ سلنه کموي. ياد بنسټ وايي چې په مالټه کې داسې مواد شتون لري چې کولی شي د مغز د سکتې په لاره کې پراته خطرونه وځنډوي او يا یې راکم کړي.

د Epidemiyology په مجله کې خپره شوې څېړنه وايي چې په لومړيو کلونو کې ماشومانو ته د مالټې طبعي اوبه ورکول د وينې د سرطان راکموي. له هغه ځايه چې په مالټه کې قوي انتي اوکسيدان او پرېمانه ویټامین سي شتون لري نو دوی په بدن کې هغه ازاد راډیکالونه چې د سرطان سبب کېدی شي په اسانۍ له منځه وړي.

په مالټه کې په لوړه کچه پوتاشيم، ویټامین سي او فايبر شتون لري، که چېرې په بدن کې د سوډيم کچه راټيټه او پوتاشیم زياته شي البته په مناسبه توګه او اندازه نو په ټوله کې د زړه او زړه ته تللو رګونو په روغتيا باندې د پام وړ مثبت اثر او تأثير درلودلای شي.

په يوه ترسره شوې څېړنه کې ويل شوي په کسان چې په ورځ کې ۴۰۶۹ ملي ګرامه پوتاشیم مصرف کړي د نورو انسانانو په نسبت د زړه د ناروغۍ خطر یې ۴۹ سلنه کم دی.

او وروستۍ ګټه یې چې دلته بيانوو هغه د شکر د ناروغانو لپاره هغه کسان چې د شکر په لومړۍ بڼه اخته دي دوی بايد د فايبر څخه بډايه توکي وکاروي. مالټه پخپل ځان کې پرېمانه فايبر لري چې دا د شکر د ناروغانو لپاره هم ښه خبر دی. د يادونې وړ ده چې فايبر د قبض د مخنیوي لپاره ترټولو اړين مواد دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *