د اوږې او شاتو دا مخلوط ۷ ورځې وکاروئ د بدن دوه مهم غړي نوي کوي او -

د اوږې او شاتو دا مخلوط ۷ ورځې وکاروئ د بدن دوه مهم غړي نوي کوي او

هېواد ټایمز: د انسان د روغتیا لپاره د اوږې ګټې په نړيواله کچه منل شوې دي، شات بيا هغه خواړه دي چې معجزوي ګټې یې په شمېرلو نه خلاصېږي او دنيا یې په حيرانونکو ګټو باندې متفقه ده، خو کله مو فکر کړی دی چې که دا دواړه خواړه سره يو ځای شي څومره ګټې به لري؟ که چېرې اوږه او شات اوه ورځې وکاروی نو بدن به د سره تر پايه تازه او نوی کړي.

اوږه او شات دوه داسې خواړه دي چې که يې سره ګډ کړی او وروسته یې په وخورئ نو د بدن بنسټ به مو بيا له سره نوی کړي. په لومړي سر کې ځيګر وروسته سږي او تنفسي لارې په بشپړ ډول پاکوي او د انسان روغتیا ته يو نوی ژوند وربخښي.

اوږه او شات هغه تخریب او زيانونه له منځه وړي کوم چې د انسان په بدن کې د ګاز لرونکو مشروباتو، سېګرېټ څښلو او نورو مضرو موادو د خوړلو يا کارولو له کبله رامنځته شوي وي. که چېرې د اوږې او شاتو مخلوط د اوو ورځو لپاره په سمه طريقه وکاروی نو تغیر او تاثیر به یې خامخا حس کړی.

د اوږې او شاتو مخلوط په نړۍ کې د مرګونو د ترټولو زیات سبب کېدونکې ناروغۍ يانې د زړه او رګونو د ناروغيو مخنیوی کوي. ورسره د انسان د وېښتانو په غښتلي کېدو او ښه وده باندې هم ډېر مثبت تاثير کوي.

د کارولو طریقه یې په دې شکل ده

يو ګيلاس شات چې اندازه يې ۳۵۰ ملي ګرامه وي، د اوږې لس دانې يا لس پليه يو شيشه يي يا هم پلاستیکي بوتل پکار دي.

لومړی د اوږې لس دانې پوست کړی، بيا یې ښې ميده کړی په یوه بوتل کې یې واچوی، ورپسې شات ورباندې ور اضافه کړئ، وروسته دا بوتل د ۲۴ ساعتونو لپاره په یوه کوټه کې کیږدی، له دې وروسته هر سهار د سهاري يا صبحانې څخه مخکې يوه کاشوغه له دغه مخلوط څخه نوش جان کړئ.

د يوې اونۍ وروسته دوه اونۍ دمه وکړئ او له دې وروسته یې په همدې طريقه د ۷ نورو ورځو لپاره هم وکاروئ، يانې په دې حساب د مياشتې د پیل په اونۍ او د پای په اونۍ کې کارول کېږي.

د اوږې او شاتو د مخلوط څو خاصې ګټې

په بدن کې د ناوړه خوړو له لوري رامنځته شوې خرابۍ سموي، په بدن کې ذخیره شوي زهري مواد د بدن څخه پاکوي، پدې سره په ځانګړي ډول د ځيګر روغتیا بېرته را ګرځوي او انسان يو روغ ځيګر وربخښي.

د ناروغيو په وړاندې د بدن‌ دفاعي سيستم غښتلي کوي د ويروسونو او ميکروبونو له کبله رامنځته کېدونکې ناروغۍ په پيل کې له منځه وړي او د بدن مقاومت زیاتوي.

په خاص ډول د روماتيزوم د ناروغۍ دردونه کموي په بدن کې التهاب ختموي او انسان ته د ناروغیو په وړاندې مقاومت او حوصله ورکوي، انسان هيله مند کوي او قوت یې بېرته په ځاي کوي.

په ژمي د ټوخي مخنیوی کوي او د وچ ټوخي لپاره هم ښه ثابت شوي دي. په دې ډول په طبعي ډول انسان د ستوني له درد څخه خلاصېږي او د زیاتې ټوخېدا يا ټوخي له کبله د ستوني د تخريش مخنیوی کېږي.

په ژمي کې د ستوني د درد، د ټوخي د يخ وهل کېدو له کبله رامنځته شوي دردونه او ډول ډول روغتيايي ستونزې ددې ګټور مخلوط په کارولو سره تر ډېره لويه بريده پورې حل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *