د اومیندوارۍ ترڅومې مياشتې پورې کور.والی کول نورمال دي؟

د حامله توب په دوره کې کور. والی د ښځې او خاوند لپاره يوه داسې مسله وي چې باید ډېره ښه مدیریت شي د یوه لوري د ښځې او خاوند لپاره دا ګرانه وي چې دوی کور. والی ونکړي د بل لوري ډېر وخت په ځانګړي ډول د مېرمنې سره د حامله توب يا اومیندوارۍ په مهال د کور. والي کولو څخه وېره شتون لري چې هسې نه دا یې په ماشوم ناسم تاثير ونکړي.

که چېرې یوه مېرمن چې اومیندواري په بشپړ ډول نورماله روانه وي، پخوا یې سقط نه وي کړی یانې خپل ماشوم یې نه وي ضايع کړی نو پدې صورت کې دوی کولی شي چې د حامله توب په جریان ان تر ۸ مياشتې پورې کور. والی وکړي.

البته دا کور. والی بايد ډېر په احتياط او حوصله ترسره شي، زر زر ترسره نشي ځکه چې که زر زر ترسره شي په رحم او پدې واسطه په ماشوم ناسم تاثير کوي. عموماً د اتمې مياشتې وروسته کور. والی ددې لپاره مناسب نه ګڼل کېږي چې د رحم بیداره کول ورسره چټک کېږي او دا احتمال زياتېږي چې د خپل ټاکلي وخت مخکې تولد ترسره شي.

د يادونې وړ ده چې د ټاکلي وخت څخه مخکې د ماشوم پیدا کېدل عادي خبره نه ده د ماشوم لپاره کېدی شي د ژوند چانس کم کړي یا شديد زیان وويني تر ډېره د ساه تنګۍ له مشکل سره مخ شي د فلج غوندې ناروغي د اعصابو ناروغي او دې ورته شديد مشکلات رامنځته کېدی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *