د انګلينډ د ملي ټیم لوبغاړی؛ له افغانستان څخه مننه کوم واقعا افغان ټيم -

د انګلينډ د ملي ټیم لوبغاړی؛ له افغانستان څخه مننه کوم واقعا افغان ټيم

په نړيوال جام کې د افغانستان قسمت دا ځل ډېر ښه نه و، د افغانستان دوه لوبې د باران له کبله لغوه شوې، د انګلستان سره یې هم ښه مقابله وکړه خو د اسټراليا سره یې بيا ډېره ښه لوبه وکړه چې د ټولې نړۍ له لوري افغان ټيم وستایل شو د بل لوري بيا دوه لوبې باران له منځه يوړې او له ياد جام څخه ښه نمرې وانخيستل شوې.

د اسټراليا په وړاندې د افغان ټیم ښه لوبه ددې سبب شوه چې انګلستان د‌ نړیوال جام سيمی فائنل ته لاره پيدا کړي ځکه انګلستان او اسټراليا څخه یو ټيم بايد سيمي فائنل ته تللی وی د کوم یوه چې رن رېټ ښه وی دا چې افغانستان اسټراليا لوړ رن رېټ ته پرېنښوده نو په سيمی فائنل کې د اسټراليا چانس ختم شو.

او چانس انګلستان خوشحاله کړ، تازه اوس د انګلستان د ملي ټيم لوبغاړي د افغان ټيم څخه مننه کړې، هري بروک ويلي دي چې افغان ټيم ډېره ښه مقابله وکړه او انګلستان ته یې د سیمي فاینل لاره برابره کړه وايي د افغان ټیم او افغانستان څخه مننه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *