د انټرنټ بيه نيم په نيمايي ټيټه شوه، اوس یو جي بي انټرنټ - Ht

د انټرنټ بيه نيم په نيمايي ټيټه شوه، اوس یو جي بي انټرنټ

د اترا ادارې مسوولین وايي، د انټرنیټي کڅوړو او ټلیفوني اړیکو په بیو کې د پام وړ ټیټوالی راغلی دی.

د دې ادارې مسوولین وايي، چې د لومړي ځل لپاره په ټول هېواد کې د انټرنېټ پکېجونو او ټلیفوني اړیکو لپاره نرخونو لپاره حد ټاکل شوی او په بیو کې یې ۴۰ تر ۵۰ سلنې کموالی راغلی.

د اترا ادارې ویاند وايي پخوا د یو جي بي انټرنېټ بیه ۲۵۰ افغانۍ وه خو اوس یې بیه ۱۱۰ افغانۍ ټاکل شوې ده او له یوې شبکې څخه بلې شبکې ته د ټلیفوني اړیکو بیه چې پخوا په یوه دقیقه کې درې افغانۍ وه اوس ۱.۸۵ افغانیو ته راټيټه شوې ده.

اترا اداره دغه راز وايي، چې مخابراتي پوښښ د پخوا په پرتله زیات شوی او په لرو پرتو سیمو کې مخابراتي خدمتونه پراخ شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *