د امريکا او چين جنجال لويېږي، امريکا څلور چنده نور نظامي ځواکونه د چين په

د امریکا او چین ترمنځ اړیکې نورې هم په خرابېدو دي، تازه امريکا متحده ايالاتو اعلان کړی دی چې په ټايوان کې خپل پوځي حضور څلور چنده نور هم زياتوي. امريکا دا مهال په ټايوان باندې وسلې پلوري او د ټايوان پوځ روزي هم مهاله ټايوان ته ژمنه ورکوي چې د چين په وړاندې به یې د اړتيا په صورت کې په مستقيم ډول نظامي ملاتړ وکړي.

تېره ورځ د ميونيخ په امنیتي کنفرانس کې د ناټو عمومي مشر وویل چې نن چې کوم څه په اوکراین کې روان دي دا کېدی شي سبا په اسيا کې هم رامنځته شي.

د بل لوري چين د ټايوان د مالکيت ادعا لري او ټايوان خپله خاوره ګڼي، د چين له لوري په ښکاره ګواښ شوی دی چې ټايوان به د نظامي لارې په شمول د هرې لارې څخه د خپلې خاورې برخه جوړوي.

تېره ورځ هم د ټايوان د دفاع وزير په خپلو څرګندونو کې د چين ګواښ ته اشاره کړه او ویې ویل چې نن هم د چین ۳۷ پوځي الوتکې د تایوان په شاوخوا کې وليدل شوې دورې یې وکړې او په سمندر کې یې هم بحري ځواکونه موجود دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *