د افغان ملت څخه د راشد خان ځانګړې مننه؛ وايي په يوه کال کې دری ميليونه
د افغانستان د ټاپ کرکټ لوبغاړي راشد خان مینوال په انسټاګرام کې پوره پينځه ميليونه شول، هغه پدې مناسب د خپلو مینوالو څخه مننه کړې ده او ويلي يې دي چې د خپل هر هېوادوال د مينې څخه منندوی دی او ډېر خوشحاله دی.
نوموړي ویلي چې تېر کال یې مینوال په انسټاګرام کې د دوه ميليونو په شاوخوا کې و خو اوس یې د منیوالو شمېر صرف په يوه کال کې دری ميليونه زيات شوی دی، ده د افغان ملت له مينې څخه مننه کړې ده.
راشد خان د افغانستان يو بهترينو ورو توپ اچوونکو څخه دی چې د نړۍ په بېلابېلو ليګونو کې لوبه کوي، افغانستان نړۍ ته په یو متفاوت شکل ور پېژني پرته له جن.ګ پرته له فقر پرته ناخوالو په نړۍ کې د افغانستان نوم چې په کوم بل ښه څه کې مطرح کېږي هغه کرکټ دی.
په داسې حال کې چې افغانان د خپلو ځان غوښتونکو، حريصو بې بصيرته مشرانو له لوري پخپل هويت په نړۍ کې د وياړ لپاره څه نلري يوازنی شی کرکټ دی چې افغان ملت دا حس ورکوي چې پخپل نوم ووياړي.