د افغان لوبغاړو له یونیفورم د ملي بيرغ لرې کېدو حقیقت معلوم شو، کرکټ بورډ اصلي سپیناوی پخپله وکړ

په هېواد کې د وروستیو بدلونونو سره ډېری بنسټونه متاثره شول، د افغانستان کرکټ هم له دې بدلون څخه خپل نصيب واخيست. مګر بيا هم کرکټ یو له هغو بنسټونو څخه و چې د روان تحول څخه یې ډېر کم تاثير وليد او تر ډېره ټيم اؤ بورډ اوس بېرته په سالم ډول په پښو ولاړ دي.

تازه د افغانستان او سريلانکا ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لپاره افغان لوبغاړي سريلانکا ته ورسیدل، د سريلانکا د کرکټ بورډ رسمي صفحې په فېسبوک کې د افغان لوبغاړو د ورتګ انځورونه خپاره کړل او هغوی ته یې ګرم ښه راغلاست وويل.

په دې انځورونو کې د افغان لوبغاړو په جامو د افغانستان ملي بيرغ نه ليدل کېده صرف د رحمن الله ګربز او محمد نبي په جامو د افغانستان بيرغ ليدل کېده، ورسره سم افغانانو په ټولنيزو رسنيو کې غبرګون وښود چې وروسته د کرکټ بورډ څخه ځینو سرچینو په دې هکله وضاحت ورکړ.

د کرکټ بورډ څخه يوې سرچينې په دې هکله وویل؛ د سريلانکا سره د لوبو لپاره د افغان ټيم رسمي یونیفورم تراوسه نه دی ور رسیدلی. کومې جامې چې اوس ټيم په تن لري پدې ليکل شوي چې دا د شل اوریزو لوبو جامې دي کومې چې پخوا د نورو لوبو لپاره جوړې شوې وې چې هغه هم بيا ونه کارول شوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *