د افغانستان او پاکستان د لوبې اړوند وروستۍ پریکړه اعلان شوه، لوبه به -

د افغانستان او پاکستان د لوبې اړوند وروستۍ پریکړه اعلان شوه، لوبه به

د افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبه يو له هغو لوبو څخه وي چې په ميليونونو منیوال لري وروسته د هند او پاکستان د لوبې څخه زيات مینوال او زیاته هيجان لرونکې لوبه د افغانستان او پاکستان وي، ډېری مبصرین په دې اقرار کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبه په ډېرو کپونو او جامونو کې یوه بهترینه لوبه وي.

اوس پلان نیول شوی و چې په آسټراليا کې د نړيوال جام د پيل مخکې دواړه لوبډلې يوه تمريناتي اوبه ترسره کړي، تر دې وړاندې افغانستان د بنګله دېش سره يوه تمريناتي لوبه ترسره کړې وه.

مګر اوس د پاکستان د کرکټ بورډ مشر راميز راجا پرېکړه کړې ده چې د افغانستان سره به تمریناتي لوبه نکوي، ځينو پاکستاني رسنيو ددې لوبې د لغوه کیدو علت دا بيان کړي دي چې په اسيا کپ کې د افغان او پاکستاني لوبغاړو ترمنځ تريخ چلند ددې لوبې د لغوه کولو سبب شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *