د اسټراليا د کرکټ مشر راشد خان ته: موږ هم خفه يو خو په کابل کې

د اسټراليا د کرکټ بورډ مشر د راشد خان څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی، راشد خان د اسټراليا له لوري د افغانستان سره د لوبو نه کولو په صورت کې د بېګ باش څخه د خپلې لارې د بېلولو ګواښ کړی دی.

د اسټراليا د کرکټ مشر نيک هاکلي د راشد خان څرګندونو ته په غبرګون کې ويلي دي چې د بشر حقوق سیاست نه دی، دی وايي موږ دا پرېکړه په سختۍ وکړه زموږ لپاره هم ساده پرېکړه نه و، دا يو غمجن حالت دی مګر په کابل د واکمنې ډلې وروستيو فیصلو دې کار ته مجبوره کړو.

په کابل کې واکمنې ډلې په افغانستان کې د ښځو زده کړې او کار بند کړی دی، د نړۍ د اسلامي هېوادونو او غربي هېوادونو له لوري دغه پرېکړه غندلې شوې، د اسلامي هېوادونو حکومتونو او علماؤ ويلي دي چې د اسلام په نامه د ښځو په کار او زده کړو بنديز د اسلام سپکاوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *