د اسټراليا د ښکلا ملکه: لطفاً راشد خان موږ ته راکړئ غواړم
د اسټراليا په وړاندې د راشد خان پروني کردار يو ځل بيا نوموړی د خبرونو او مهمو څېرو د خولې سرټکی جوړ کړي دی، پرون د هغه کارکردګي د افغانستان دننه او بهر ګڼو کسانو وستايله خو تازه بيا د اسټراليا د ښکلا ملکې ايرين هولنډ هغه ته يو ډېر جالب وړانديز کړی دی.
دغه مېرمنې چې يو ځل د اسټراليا د ښکلا ملکه هم ټاکل شوې ده د خپل رسمي او تاييد شوي ټويټر له اکونټ څخه په یوه ټویټ کې ليکلي دي چې زه پوهیږم چې زه اسټرالیایی خو لطفاً راشد خان موږ ته راکړی، نوموړې همدارنګه د افغانستان د کرکټ د ټیم په هکله هم ويلي دي چې د افغانستان له کرکټ څخه مننه کوم چې د اسټرالیا سره یې دا لوبه دومره په زړه پورې کړه.
دا ليکنه هم ولولئ ⬇️
د ايرين هولنډ دغه څرګندونې د افغانانو د خوښۍ سبب شوې دي چې لوبغاړي او ټيم يې په نړیواله کچه دا ډول ستايل کېږي خو افغان منیوالو ورته ويلي دي چې راشد ددوی يوازنی خوښي ده او نه غواړي چاته یې ورکړي ځينې افغان مینوالو بيا ورته ليکلي چې که محمد نبي غواړي نو کولی شي چې هغه ورکړي.