د ادرارو کم راتلل یا کموالی د څلورو خطرناکو ناروغیو لامل وي

د طبي اصطلاح له مخې، د ادرارو کموالی یا کم کم راتلل یوه ناروغي ده، چې د اولیګوریا (oliguria) په نوم یادیږي. یو نورمال شخص د ورځې په اوږدو کې لږ تر لږه ۴۰۰ ملي لیتره ادرار کوي. که څوک له دې لږ ادرار وکړي، نو ښايي په دې ناروغۍ اخته شي

د کم ادرار لاملونه

د ادرارو کموالی یا لږ لږ راتلل بېلابېل لاملونه لري، چې له پېژندلو وروسته د اولیګوریا او د هغې د شدت پرېکړه کېدلی شي، چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

ډیهایډریشن:

په بدن کې د اوبو کمښت د کم ادرار یا د ادرارو کموالي اصلي لامل کېدلی شي. ځینې ​​خلک لږې اوبه څښي او یا هم د سختې ګرمۍ او زیاتې خولې له امله یې په بدن کې اوبو کمښت واقع کېږي. همدغه راز د اسهال، کانګې او نورو په صورت کې له بدن څخه اوبه بهر کېږي او بدن د اوبو د کموالي سبب کېږي چې له امله یې د ادرارو د راتللو کچه کموي.

انفیکشن:

په ځنیو مواردو کې د بدن په هره برخه کې د انفیکشن په صورت کې په بېلابېلو اعضاوو کې د وینې جریان اغیزمن کیږي، چې له امله یې د بدن له بیلابیلو برخو څخه د مایعاتو راټولولو او پښتورګو ته یې د رسولو بهیر اغیزمن کیږي، چې له امله یې د وینې جریان کمیږي او ښایي د ادرارو مقدار کم شي

د ادرارو د لارې ستونزه:

د ادرارو په لاره کې د خنډ یا ستونزې له امله د پښتورګو څخه د ادرارو د اخراج په بهیر کې خنډ واقع کېږي او ادرار په پښتورګو کې جمع کیږي او بهر نه وځي چې کیدلی شي یو یا دواړه پښتورګي اغیزمن کړي.

د درملو اغیز:

د ځینو درملو اوږدمهاله کارول هم کولی شي د پښتورګو فعالیت کم کړي چې د ادرارو د کمیدو لامل کیږي. په دې درملو کې د اوږدمهاله درد کمونکي، د وینې لوړ فشار درمل او انټي بیوټیک شامل دي.

له ډاکټر سره کله مشوره وکړو؟

د ادرارو د کموالي په صورت کې باید د هغې د لاملونو له مخې درملنه وشي او که د اوبو د کمښت له امله رامنځته شوي وي، نو د اوبو استعمال باید زیات شي؛ خو که تاسو احساس کوئ چې ادرارو مو د کوم خنډ په توګه دریږي او د زړه ګړندی ضربان، سرخوږی یا د بې خوبۍ نښې لرئ، نو سمدستي د ډاکټر سره مشوره وکړئ، ځکه چې دا کار د پښتورګو لپاره خطرناک ثابتېدلی شي.

د اولیګوریا تشخیص

د دې ناروغۍ تشخیص په هیڅ ډول معاینې ممکن نه دی؛ خو ډاکټر کولی شي د ناروغۍ په اړه له تاسې ځینې پوښتنې وکړي او ناروغي مو تشخیصولی شي.

ډاکټر به لومړی هڅه کوي چې کله ستاسو د ادرارو کمښت واقع شوی او لامل یې څه دی. د دې تر څنګ تاسو پخپله هم پریکړه کولی شئ چې آیا ډیرې اوبه څښل د ادرارو زیاتېدو سبب کېږي او که نه.

د دې تر څنګ ډاکټر کولی شي چې د ادرارو رنګ او په هغې کې د پروټين او يوریک اسيد اندازه هم معاينه کړي، چې له هغې وروسته به ډاکټر د نورو معایناتو لپاره د وينې د معايناتو، الټراساونډ، سي ټي سکن معایناتو سپارښتنه وکړي.

د ادرارو د بې نظمۍ درملنه

د دې ناروغۍ په صورت کې ممکن تاسو ته مشوره درکړل شي، چې له بدن څخه د اوبو د کمښت د جبرانولو لپاره د سیروم یا ډراپ د کارولو او له بدن څخه د زهرجن موادو په لرې کولو سره د پښتورګو فعالیت ښه کړي.

د ناروغۍ په صورت کې پیچلتیاوې

که چیرې ناروغي په وخت سره تشخیص نه شي او درملنه یې ونشي، نو دا د وینې لوړ فشار، د زړه د درېدو، انیمیا او د معدې د اختلالاتو په شمول ډیری اختلالات لامل کېږي.

د مخنیوي تدابیر یې:

له دې ځورونکې ناروغۍ څخه د مخنیوي لپاره ځینې تدابیر باید په پام کې ونیول شي او باید ډاډ ترلاسه شي چې بدن د ډیهایډریټ یا د اوبو له کمښت څخه مخنیوی وشي او د ورځې په اوږدو کې لږ تر لږه له اتو څخه تر لس ګیلاسه اوبه وڅښئ او د ژوند د سالم طرز العمل په خپلولو سره د دې ناروغۍ مخنیوی کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *