د ابراهيم ځدراڼ هندۍ مینواله؛ ابراهيم دوهم ويرات کولي دی، هغه یوازنی

د ابراهيم ځدراڼ هندۍ مینواله؛ ابراهيم دوهم ويرات کولي دی، هغه یوازنی

د ابراهيم ځدراڼ او فضل الحق فاروقي د کرکټ کرير په ډېر چټک ډول روان دی، په داسې حال کې چې فاروقي په بال کې نامتو دی ابراهیم ځدراڼ بيا په توپ وهنه کې خپل نوم په چټکۍ لوړوي.

تېره ورځ بيا د افغانستان دغه ستوري د سريلانکا په وړاندې په زړه پورې لوبه وکړه او سليزه یې ووهله، د ابراهيم ځدراڼ دغه کردار د پراخ ښه راغلاست سره مخ شو، د يوه لوري افغان مينوال د بل لوري اوس ځدراڼ بهرنیان مينوال هم لري.

د سريلانکا په وړاندې د افغانستان د لوبې له ګټلو وروسته نړيوالو ټاپ رسنيو د ابراهيم ځدراڼ د سلیزې په هکله خبرونه خپاره کړل چې وروسته په همدې خبرونو د نړۍ د سراسر څخه خپل نظرونه څرګند کړل‌.

د ابراهيم ځدراڼ په هکله يوې هندۍ مینوالې اميشا هم تبصره کړې وه نوموړې د ځينو نورو هغه خبره کړې وه چې وايي ابرهيم ځدراڼ د ویرات کولي د ځای نوماند دی يا دوهم ويرات کولي دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *