د آم روغتیایی ګټي : آم هغه مېوه چي هر څوک يې خوښوي -

د آم روغتیایی ګټي : آم هغه مېوه چي هر څوک يې خوښوي

آم هغه مېوه چي هر څوک يې خوښوي ، اصلا د هند هيواد مېوه ده . آم 4000 کاله کرنيز تاريخ لري او ډېره خوږه ده چي آم يا Mango ورته وايي . آم د زياتو غذايي موادو په درلودلو سره ډېري روغتيايي ګټي لري ، چي ځيني يې په لاندي ډول دي :

① د وجود دفاعي سيستlټم قوي کوي . د زړه په روغ ساتلو کي رول لري . د ويني غوړ ( کلسټرول ) کموي . د ويني لوړ فشار کنټرولوي .هضميت سموي او دغه پروسې ته چټکتيا ورکوي .

② د سرطان څخه مخنيوى کوي . وزن کنټرولوي او دماغي وړتيا زياتوي . د مخ دانې کموي او د پوست ژر زوړوالي مخنيوى کوي . انتي اوکسدانټ تاثير لري . جلد روغ ساتي او مخ روښانه کوي . د سترګو ديد زياتوي .

③ د ورېښتانو په وده کي ستر رول لري . د خولې بدبويي لمنځه وړي . د قبضيت او بواسيرو په لمنځه وړلو کي رول لري . ډېره قوي مېوه ده او بدن ته قوت ورکوي . د پښتورګو فعاليت زياتوي .

④ د بدن تودوخه کموي او د تبي په لمنځه وړلو کي رول لري . د اسهال د لمنځه وړلو لپاره ګټور دى . د سر درد ، نفس تنګي او خواګرځي لمنځه وړي . ځيني کسان چي د آم په خوړلو سره يې د بدن تودوخه لوړېږي بايد د شکنجبين سره يې وخوري .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *