د آسیا کپ کوربه توب دې له پاکستان څخه واخيستل شي، افغانستان د هند ملاتړ وکړ
په پاکستان کې د اسيا کپ ترسره کول اوس په يوه جنجال بدل شوی دي، داسی چې نور له دې جنجال څخه د کرکټد نړيوالې شورا اسيايي غړي نور خسته شوي دي.
جنجال دادی چې هند نه غواړي د اسيا کپ لپاره پاکستان ته ولاړ شي په مقابل کې بيا پاکستان ګواښ کوي چې دوی به همدنړيوال جام لپاره هند ته ولاړ نشي.
اوس نو خبره دا کېږي چې اسيا کپ دې په بل هېواد کې وشي، هندي رسنیو ويلي دي افغانستان او بنګله دېش د هند ددې غوښتنې ملاتړ کړی دی چې اسيا کپ دې د پاکستان په ځای په بل هېواد کې وشي.