د آريانا سعید او غزال عنایت جنجال؛ آريانا وايي زه زړه په يم خو غزال
د افغانستان ټاپ سندرغاړې ټولې اوس د هېواد څخه بهر ژوند کوي په افغانستان کې اوس ددوی لپاره ځاي نشته دی او مجبوره شوې چې خپل وطن پرېږدي که څه ځینو يې پخوا هم په بهر کې ژوند کاوه خو د وروستي بدلون وروسته بيا نو مطلق اکثریت سندرغاړې او هنرمندان د هېواد څخه ووتل، ډېري اوس په اروپائي او امريکايي هېوادونو کې ژوند کوي هلته یې بيا پروګرامونه ښه روان دي ځکه چې.
اوس په امريکا او اروپا کې د افغانانو شمېر ډېر زيات شوی دی او دوی هلته د همدې سندرغاړو کنسرتونو ته ورځي او خپل سات تېروي، ددې ټاپ سندرغاړو څخه د دو ترمنځ یې اوس يو جنجال رامنځته شوی دی.
دغه جنجال د اريانا سعيد او غزال عنايت ترمنځ دی، عنايت وايي چې آريانا سعید ورته ويلي دي چې يوه پښتون غو. ل يې سندرې څه کوې، خو آريانا سعید بيا وايي چې غزال عنایت ماته ويلي دي چې ته زړه پلاستيکي نوره توبه وکړه او په کور کېنه.
ددوی دا جنجال یې مینوالو ته هم رسېدلي دی او يو بل ملامتوي، غزال عنایت د اريانا سعيد د رسمی حساب څخه د شویو سپکو سپورو ډک خبرو سکرین شاټونه شېر کړئ دي او اريانا سعيد بيا د غزال عنایت د تو. هين ډک کومېنټ انځور شېر کړی دی.