دوستم: په لسو ورځو کې بېرته ټول هېواد نيسم امريکايانو راته ویلي چې -

دوستم: په لسو ورځو کې بېرته ټول هېواد نيسم امريکايانو راته ویلي چې

عبدالرشيد دوستم يو ځل بيا سخت په غوسه شوی دی، هغه چې د رباني د ياد غونډې په پار په جوړه شوي يوه انلاين کنفرانس کې يې وينا کوله د خپلو نويو پلانونو په هکله وغږیده.

نوموړی چې اوس مهال ترکیه کې ژوند کوي د خپلې مرستیالۍ او سياسي کشفش په دوران پسې خفه ښکاري وايي چې بيا در روان يم او دا ځل به هرڅه ډېر ژر بدل شي.

دی وايي که امريکا او نړيواله ټولنه یې ملاتړ وکړي نو دی به په لسو ورځو کې ټول هېواد بېرته ونيسي او يو ديموکراتيک حکومت چې د بشر حقوق پکې تضمین وي جوړ کړي‌‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *