دنيا غزل له سندرو ويلو توبه وکړه، خور یې هم ویډیو ګانې پاکې کړې واده کوي خو

ټاپ افغان سندرغاړې دنيا غزال د سندرو ويلو څخه توبه کړې ده، نوموړې چې په خپل ښکلي آواز او څېره باندې لوړ شهرت ته رسېدلې وه اوس یې پرېکړه کړې ده چې له سندرو او هنر څخه لاس واخلي او نور هېڅکله سندرې ونه وايي نوموړې پخپله دا پرېکړه په داسې حال کې کړې ده چې څه موده وړاندې یې خور هم په بنسټيز ډول سندرې او هرڅه پریښي و.

هغه ويلي دي چې نور په ټولنيزو رسنيو او انټرنټ کې فعاليت نکوي او ورسره سندرې هم نه وايي تراوسه پورې د هغه ددې کار دقیق سبب نه دی معلوم خو په دې هکله یې خور د خپل ځان اړوند مهمې څرګندونې کړې دي‌

څه موده وړاندې یې چې خور سندرې پرېښودې او د انټرنټ څخه یې خ.پلې ويډيو ګانې او انځورونه لرې کړل نو علت يې دا بيان کړی و چې دا واده کوي او خاوند يې نه غواړي چې دا نور سندرې ووايي او یا هم په انټرنټ کې انځورونه خپاره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *