دغه ۳ ډوله خواړه نه طبعي ډول د معدې زخم ښه کوي -

دغه ۳ ډوله خواړه نه طبعي ډول د معدې زخم ښه کوي

د کرم اوبه: د کرم اوبه يا جوس کولی شي چې د معدې د زخم په ښه کولو کې ګټور رول ولوبوي، د کرم په اوبو کې په پرېمانه کچه ويټامين سي او انتي اوکسيدان شتون لري چې کولی شي د معدې د زغم په رغولو کې مرسته وکړي.

شات: شات د خدای ج ستر نعمت دی او پکې د ګڼو ناروغیو شفا اېښودل شوې ده، په شاتو کې قوي انتي اوکسيدان او بکتريا ضد مواد شتون لري چې د معدې د زخم سبب کېدونکې بکتريا په چټک ډول له منځه وړلی شي.

اوږه: په اوږه کې هم د بکتريا او ميکروبونو ضد قوی مواد شتون لري چې د معدې د زغم په رغولو کې ډېر قوي رول لري په ورځ کې دوه پلیه اوږه( دوه کوچنۍ دانې یې) خوړل د معدې د زخم په مخنیوي او که موجود وي په ښه کولو کې د پام وړ مرسته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *