دغه څلور ډوله مېوې د نارينه و د جن.سي روغتيا لپاره خورا مهمې دي -

دغه څلور ډوله مېوې د نارينه و د جن.سي روغتيا لپاره خورا مهمې دي

په طبعيت کې خالق تعالی داسې مېوې دانې پيدا کړې دي چې هغه د نارينه و د جن. سي روغتیا لپاره خورا مهمې دي او که چېرې په منظم ډول هر وخت وخوړل شي نو اغېز یې حتمي دی، البته داسې توقع بايد ونلرو چې دا مېوه موږ يوه اونۍ وخورو نو سمدلاسه به ډېر عاجل تاثير وکړي ځکه زموږ په بدن کې چې کوم څه خراب شوي وي هغه د يوې ورځې يا يوې اونۍ بې پروايی، غلط کار په پايله کې نه وي شوي، نو جوړېدل یې هم داسې د يوې اونۍ کار نه وي.

يو له هغه خوړو چې د نارينه و جن. سي روغتیا ساتي انار دي، انار د یوه لوري د نارينه و په جن. سي قوت مثبت تاثیر کوي د بل لوري د نارينه و د پروستات د روغتیا لپاره خورا ګټور دي.

دوهمه څه چې دلته يادونه کوو هغه رومي بانجان دي، په رومي بانجانو کې خالق تعالی ډېرې زیاتې ګټې اېښې دي، په دې بانجانو کې د ليکوپن په نامه مواد شتون لري چې د نارينه و د پروستات د روغتیا لپاره ترټولو ګټور څيز دی.

دريم قطار کې هم ګازرې راځي، په ګازرو کې د يو لوري پرېمانه ويټامين اې موجود دي کوم چې د سترګو د روغتيا لپاره ډېر مهم دي د بل لوري د ګازرو اوبه د نارينه و د پروستات روغتیا هم ساتي.

څلورم نمبر هم اوږه ده، په اوږه کې موجود مواد د يوه لوري د وینې جریان چټک کوي چې دا د کور. والي په مهال نارينه و ته ځانګړې ګټه لري د بل لوري د نارينه و پروستات روغ ساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *