دغه څلور بې پامۍ او بې پروایی د زړه د حملې خطر لس چنده زياتوي

د زړه ناروغي په ټوله نړۍ کې د مړینې لوی لامل دی او په نړۍ کې زیاتره مړینې د همدې ناروغۍ په سبب وي نو اړینه ده چې باید د زړه روغتیا ته پاملرنه وشي او ټولې هغه لارې چارې په کار واچوو چې زموږ د روغتیا لپاره ګټورې وي.

د زړه د حملې له خطر څخه د مخنیوي لپاره اړینه ده چې صحي خواړه وخورئ او خپل وزن کم کړئ او که چېرته دا دوه ډوله احتیاط ونه شي نو د زړه د حملې خطر ډېرېږي نو دلته شپږ هغه عوامل په ګوته کوو چې د زړه د حملې لامل کېږي.

سګریټ څکول:

موږ ټول پوهېږو چې سګریټ څکول د زړه روغتیا لپاره ښه نه وي. په سګریټو کې موجود کیمیاوي مواد وینه ګرموي او د شریانونو د بندیدو لامل کیږي. د روغتیا پوهانو په وینا، دا کولای شي د زړه د حملې او سمدستي مړینې لامل شي.

د وینی لوړ فشار:

د وینې فشار له متوازن ساتلو سره د زړه روغتیا وده مومي. د وینې لوړ فشار د شریانونو په لچک اغیزه کوي او زیان ورته رسوي چې د دې له امله زړه ته د وینې جریان او اکسیجن کمیږي او د زړه حمله رامنځته کېږي.

لوړ کولیسټرول:

ایا پوهېږئ چې لوړ کولیسټرول د زړه د حملې خطر زیاتوي؟ دا هغه مهال پیښیږي ځکه چې ډېر کولیسټرول په شریانونو کې رامنځته شي او زړه او نورو غړو ته د وینې جریان اغیزمنوي.

شکر:

د وینې لوړ شکر د وینې رګونو او اعصابو ته زیان رسوي او زړه ته د وینې او غذایي موادو رسولو کموي یا بندوي.

چاغي:

چاغي د وینې په رګونو کې د غوړو د رامنځته کیدو لامل کیږي او د زړه د حملې لامل کېږي که چیرې هغه شریانونه چې زړه ته وینه لیږدوي بند شي نو د زړه د حملې خطر زیاتوي.

تمرين:

تمرین د زړه روغتیا لپاره ډېر ګټور دی. د کارپوهانو په وینا د زړه د ناروغیو ۳۵ سلنه د ورزش د نشتوالي له امله رامنځته کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *