دغه پينځه خواړه زړه مضبوط ساتي او د ناروغيو په وړاندې دېوال جوړوي

د ناروغيو په وړاندې خپلو خوړو ته پام کول ډېر زيات مهم دي، که چېرې منظم او مناسب خواړه وخوړل شي نو د ډېرو ناروغيو خطر راکمېدی شي، په دې پوه شئ چې د زړه او او رګونو د روغتيا د ساتنې لپاره کوم جادويي خواړه نشته خو داسې خواړه شتون لري چې د ناروغیو په وړاندې ستاسې د زړه او رګونو د روغتيا لپاره يو دېوال جوړ شي.

اوږه؛ د رګونو د بندېدو مخنيوی کوي، د وینې غوړ کموي، د وينې فشار ټیټوي، د رګونو بندېدل زړه ته وينه کموي او پدې صورت کې زړه د نورمال څخه زیات د وینې د پمپ کولو کوشش کوي چې دا هم د وینې د فشار د لوړېدو سبب کېږي هم د زړه عضلاتو د خرابېدو سبب کېژي‌، د رګونو خلاص پاتې کېدل ډېر زيات مهم دي.

چهارمغز او بادام؛ د وينې د ټینګېدو مخنیوی کوي په وینه کې کولېسټرول راکموي، په ورځ کې دوه دری چهارمغز،اته لس دانې بادام خوړل زیات ګټور دي. رومي يا سره بانجان؛ پدې کې د ليکوپن په نامه مواد شتون لري چې د زړه د ناروغيو خطر راکموي، د کولېسټرول کچه راټیټوي، څېړنې ښيي چې د رومي بانجان پاخه خوړل زیات ګټور دي.

پالک؛ د پوتاشيم او فايبر څخه غني دي، د وينې فشار منظم ساتي، کولېسټرول راکموي د زړه د عضلاتو د ښه کار کولو په برخه کې مرسته کوي. مڼه؛ په ورځ کې یوه مڼه خوړل په وينه کې د غوړو کچه راټيټوي د زړه د ناروغۍ خطر کموي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *