دغه پينځه خبرې ښځه په خاوند حراموي

واده د يوې کورنۍ بنسټ دی، يو ښه واده د ښې کورنۍ لپاره ترټولو لومړی شرط دی، که چېرې د ښځې او خاوند ګډ ژوند په سم ډول پرمخ نه ځي او په دا خل کې ستونزې وي نو بدون له شکه چې دا به سمدلاسه په ټوله کورنۍ باندې منفي تاثير کوي او د ټول کور سکون او حضور به ورسره له منځه ځي.

د ښځې او خاوند ترمنځ د اړيکې خرابېدو سره د غوسې په مهال ځينې الفاظ بيانول داسې دي چې ددوی دواړو نکاح ته زيان رسوی او ان خبره تر طلاق پورې رسوي چې بايد په دې هکله ډېر زيات پام وشي خصوصاً نارينه بايد ډېر زيات متوجه اوسي. ځکه دا ډول زیاتې خبرې نارينه کوي.

دا ډول خبرې چې ښځې ته وايي؛ نور چې دې هرڅه زړه وي کولی یې شې، هرچیرته چې ځې ولاړه شه، نور دې د پلار کره ولاړ شه، ځه ولاړه شه، ته مې پرېښی یې، په ما نور هېڅ حق نلرې، دا ډول خبرې د تکرار په صورت کې په مستقيم ډول د نکاح د ماتېدو سبب کېږي او په بې پروایی کارول هم نکاح ته زيان رسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *