ددې لپاره چې ښځه په نارينه ماشوم حامله شي باید څو ځل کور.والی ورسره وشي؟

ايا پوهېږئ چې په نارينه ماشوم د حامله کېدو لپاره په میاشت کې بايد څو ځل کور. والی ترسره ش؟ ايا پوهېږئ چې د ښځې د حامله کولو لپاره بهترين وخت کوم دی؟ ايا ځینې ځانګړي خواړه کولی شي ددې سبب شي چې يوه مېرمن نارينه ماشوم نړۍ ته راوړي؟ ځينې کسان ډېره هيله لري چې مېرمن یې نارينه ماشوم نړۍ ته راوړي دا ډول کسان يا شايد زیاتې لورانې ولري او نارينه ماشوم ونلري او یا همداسې ددې مینوال وي چې نارينه ماشوم یې پيدا شي.

ددې مقصد د پوره کولو لپاره لومړی کار چې بايد ورباندې پوه شی هغه د مېرمنې د هګۍ اچولو يو تخم ګذارۍ وخت دی، عموماً کله چې د يوې ښځې د مياشتيني عادت د وروستۍ ورځې څخه اوه ورځې تېرې شي نو بايد په اتمه ورځ ورسره کور. والی ترسره شي په همدې شکل بايد د ۸ ورځې پيل تر ۱۴ ورځې پورې نارينه هره ورځ يو ځل د خپلې مېرمنې سره کور. والی وکړي.

د وخت په هکله د معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ بايد يادونه وشي چې د ښځو د تخم ګذارۍ ځينې نښې نښانې هم شتون لري چې دا عبارت دي؛ د رحم په خوله کې د سرېښناکو سپينو اوبو زياتېدل، د بدن د تودوخې زیاتوالی د نس يا خېټې په لاندینۍ برخه کې د درد احساس.

ددې لپاره چې يوه ښځه نارينه ماشوم نړۍ ته راوړي ځینې سنتي طبي سپارښتنې شتون لري چې عملي کول یې ګټور تمامېدلی شي، له دې څخه يوه یې دا ده چې د مياشتيني عادت څخه اوه ورځې وروسته په اتمه ورځ په لومړيو ۲۴ ساعتونو کې دوه ځل کور. والی وشي، دوه اونۍ مخکې له دې څخه چې ښځه او خاوند د مېرمن د حامله کېدو لپاره سره يو ځای شي بايد نارينه په منظم ډول خرما وخوري.

ورسره د سهار له لوري طبعي شات او اويشن وخوري، هغه خواړه چې زيات پوتاشيم، سوديم لري بايد ښځه او خاوند یې دواړه دوه اونۍ مخکې له مطلوب کور. والي څخه خوراک پیل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *