ددغو څلور ډوله خوړو يو يې هم وخورئ د قبض څخه دايمي نجات پيدا کړئ

قبضیت د هاضمې د سيستم له عامو ناروغيو يا مشکلاتو څخه دی چې په ژوند کې ورسره خامخا يو کس مخامخ کېږي، عموماً که يو کس په اونۍ کې تر دريو ځلو کم تشناب ته ځي يانې د دریو ځلو لږ ډکې متیازې کوي او هم د ډکو متيازو کولو په مهال د درد او زور وهلو سره مخ کېږي نو دا کس د قبض مشکل لري.

څېړنې ښيي چې د قبض لپاره يو نارينه بايد د ورځې د ۳۰ نيولې تر ۵۰ ګرامه پورې فايبر ترلاسه کړي او ښځينه بايد د ۲۱ څخه تر ۲۵ پورې ګرامه فايبر ترلاسه کړي.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې د قبض د ښه کولو لپاره ترټولو ګټور شی الوبخارا دي، په الوبخارا کې فايبر او سوربيټول شتون لري چې د کولمو په حرکت د غايطه موادو په نرمولو کې مرسته کوي او قبضيت په طبعي ډول ښه کوي.

ددې ترڅنګ فاصليه نخود هم د قبض لپاره ګټور دي، په دې دواړو خوړو کې په کافي کچه فايبر شتون لري او د قبضه په ښه کولو ګټور دي. روغتیا پالان وايي چې په بدن کې د اوبو کم والی هم د قبض سبب کېږي او پکار ده چې يو کس په ورځ کې حداقل اته ګيلاسه اوبه وڅښي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *