داودزی: کرزی د کابل څخه تښتېده خو بند شو، ماته یې په وروستۍ ورځ ويل -

داودزی: کرزی د کابل څخه تښتېده خو بند شو، ماته یې په وروستۍ ورځ ويل

عمر داودزی په دې وروستيو کې په مهمو دندو وګومارل شو، هغه يو ځل د سولې لپاره د افغانستان د حکومت لوړ پوړی چارواکی وټاکل شو ورپسې د پاکستان لپاره د اشرف غني ځانګړی استازی اعلان شو.

د کرزي په وخت کې د هغه ددفتر ريس وټاکل شو او د څه مودې لپاره په دې دنده پاتې شو د کرزي سره یې اړیکې ښې وې او تر ډېره ورڅخه حامد کرزی راضي و.

اوس یې په یوه تازه مرکه کې ويلي دي چې حامد کرزی په کابل کې نه پاتې کېده، د کابل څخه یې د وتلو نیت درلود خو کابل دومره ژر سقوط شو چې کرزي د تېښتې موقع پيدا نکړه او همداسې بند پاتې شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *