خپل خاوند ته یې دوهمه ښځه وکړه، اوس پیښمانه ده، وايي دا ډېر زور ورکوي چې خاوند یې
د دوه ښځو سره یو ځای ژوند کول د ښځو له نظره يو ډېر سخت ژوند دی، د نارينه لپاره دا کار د بېلابېلو اړخونو له لوري يو څه جالب، هيجان لرونکی ښکاري خو دا چې په يوه ښځه په واقعي ژوند کې دا مسله څه ډول تاثير کوي پدې هکله د يوې برتانوۍ مېرمن مهم اعتراف لولو.
دا برتانوۍ مېرمن زيو ګرای نوم لري، دې په يوه غږيز مرکه کې د خپل ګډ ژوند او د خپل خاوند سره د يوې بلې ښځې د ژوند په هکله د پام وړ اعترافونه کړي دي.
نوموړې وايي چې دې همداسې شوق درلود چې خاوند یې دوه ښځې وکړي، وايي طبعيت یې آزاد و او غوښتل یې وګوري چې د دوه ښځو او یوه سړي ژوند څرنګه سره تېرېږي، په لومړيو وختونو کې حالت عادي بولي او زياتوي چې په دې وختونو کې حتی دا راته جالبه او هیجان لرونکې وه چې خاوند به مې د هغه بلې ښځې سره يو ځای کېده.
خو لږ وروسته مې دې فکر مغز خوړل شروع کړل چې کتل به مې خاوند مې د هغه سره ډېر خوشحاله دی، فکر مې کاوه چې هغه ښځې زما ځای او زما رول اخيستی. دا مېرمن وايي چې د دوه ښځو او یوه خاوند ژوند په طبعي او د فطرت له نګاه څخه سکون نلري حتماً دواړه ښځې زيان ويني.