خلیلي: دوستم باید سمدلاسه زما څخه بخښنه وغواړي که نه شخصي -

خلیلي: دوستم باید سمدلاسه زما څخه بخښنه وغواړي که نه شخصي

تېره ورځ د شمالي ټلوالې د پخواني مشر برهان الدين رباني په کليزه انلاين غونډه جوړه شوې وه چې پکې د ټلوالې او نورو ډلو مشرانو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې دوستم احساساتي خبرې وکړې د خپل غلام فطرت په بنسټ یې وویل چې که کوم هېواد او نړيوال یې کمک وکړي نو دی به افغانستان په لسو ورځو کې ونيسي د تل په شان هيلې یې په پردیو پورې تړلې دي ځکه بې پردیو هېڅ شتون نلري.

پدې خبرو کې یې په کريم خليلي هم نیوکې وکړې او هغه یې د هزاره ګانو يو ښه استازی ونه باله او ويې ويل چې د هزاره قوم ویاړونو ته خليلي يو زيان دی.

اوس تازه کريم خليلي هم غبرګون ښودلی دی او له دوستم څخه یې غوښتي دي چې له ده څخه بخښنه وغواړي وايي زه د افغانستان د یوه محروم قوم استازی یم زما په وړاندې دا ډول څرګندونې د منلو وړ نه دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *