خليلزاد: افغانان ماهسې ملامتوي: ماته ويل شوي و چې که هرڅه کېږي

په هېواد کې د وروستي بدلون وروسته ډېری وطنداران د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد په دې کې ملامت ګڼې او سختې نیوکې ورباندې کوي.

د افغانستان لپاره د امريکا د متحده ايالاتو دا پخوانی خاص استازی وايي چې دی د افغانانو احساسات درک کوي او پدې باندې سخت خواشينی دی چې افغانان په سخت حالت کې دي.

خو زیاتوي چې ځينې مسايل بايد ښه او سم درک شي، دده په خبره په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د پاتې کیدو او د افغانستان پخواني حکومت ته د ملاتړ ددوام پرېکړه هغه څه نه وه چې دده په لاس کې وي.

وايي د امريکا ولسمشر دا پریکړه کړې وه چې د افغانستان څخه به خپل پوځيان وباسي، دا چې په هر ډول وي، وايي ما هڅه وکړه چې دا پوځيان په ترټولو ښه شکل ووځي خو نه وخت دومره زيات و او نه هم په کابل کې واکمنو د امريکا جدیت درک کولای شوی او له دې کبله یې بشپړه او واقعي همکاري نکوله له همدې کبله وه چې دا حالت رامنځته شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *