خليلزاد؛ قسم کوم د غني ژوند ته خطر نه و متوجه ما هغه ته ويلي و چې که

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني تېر کال د اګست مياشتې په ۱۵ خپل هېواد پرېښودلو او عربي متحده اماراتو ته ولاړ او تراوسه هلته ژوند کوي.

اشرف غني ځان د يوه قرباني په حيث ګوري او په دې مورد د امريکا په ځانګړي ډول د امريکا له ځانګړي استازي زلمي خليلزاد څخه سخت خفه دی.

اشرف غني وايي د کابل څخه په وتلو یې خپل ژوند بچ کړ او که پاتې شوی وی او ځان یې قرباني کړی هم وي د افغانستان لپاره یې کومه ګټه نه کوله او حالت به یې نه و بدل کړی.

خو زلمی خلیلزاد بيا وايي چې د اشرف غني ژوند ته خطر نه و متوجه، موږ پخوا څو ځله د اشرف غني ملاتړ په حساس وخت کې کړی و او که داسې حالت وی او اشرف غني مرسته غوښتې وي امريکا به له پوځي ځواک څخه کار اخيستی وی او د هغه ژوند به یې ژغورلی وی‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *