خاوند یې دوه متره دی دا یو نيم متر؛ وايي د کور.والي په مهال مشکل -

خاوند یې دوه متره دی دا یو نيم متر؛ وايي د کور.والي په مهال مشکل

د امريکا په متحده ايالاتو کې د اوسېدونکې يوې جوړې ترمنځ د قد‌ توپير د ټولنيزو رسنيو د کارونکو توجو جلب کړه، ددوی دواړو ترمنځ د قد توپير ۵۰ سانتي متره دی، په ټولنيزو رسنيو کې ددې مسلې د رسنيز کولو سره خلکو ددوی د ژوند د نورو اړخونو په هکله هم پوښتنې راولاړې کړې.

د بروکې په نامه مېرمن چې ۲۴ کاله عمر لري د خپل ۲۵ کلن ملګري ډايلان سره کلونه کېږي يو ځاي ژوند کوي. دوی دواړؤ په لومړي په ۲۰۲۰ م کال کې يو بل سره وليدل او په لومړي ديدن کې په يو بل مين شول. بروکې يو نيم متر قد لري خو ملګری ډايلان یې بيا ۲ متره قد لري.

دا وايي چې بيرون خلک ددوی په لومړي ځل ليدلو سره حيرانېږي، ځکه چې دا تر هرچا يا تر ډېرو خلکو کم قد لري مګر ملګری یې بيا تر ډېرو خلکو لوړ قد لري. نوموړې وايي زموږ لپاره د قد توپير کوم اهمیت نلري خو بيرون خلک ددوی په هکله خپل نظرونه بيانوي ځینې بيا ددوی د ګډ ژوند په هکله پوښتنې مطرح کوي.

نوموړې وايي چې ګډ ژوند یې په نورمال ډول روان دی، دوی دواړه د ګډ ژوند په برخه کې کومه ستونزه نلري وايي خلک چې هرڅه وايی موږ د يو بل سره ښه خوشحاله يو او غواړو تل همداسې يو ځاي ژوند وکړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *