حيرانونکې پېښه؛ نجلۍ ۱۷ کاله وروسته پوه شوه چې نيم نارينه دی خو اوس نه غواړي چې

استراليا کې د بلومې په نامه یوه ښځه چې د نارينه و د بيضو سره پیدا شوې ده د عمليات څخه ډډه کوي، دا وايي کله چې پيدا شوه نو يوه ښځه وه خو په ۱۷ کلنۍ یې ځانته پام شو چې دا د نارينه و غوندې بيضې( هګۍ) لري.

نوموړې د يوې استراليايي رسنۍ سره په مرکه کې ويلي دي چې د نارينه په شان بيضې لري خو رحم هم لري مګر رحم يې پوره وده نه وه کړې ددې لپاره نه و جوړ چې کور. والی ورسره وشي.

وايي د يوه بې خونده عمليات وروسته یې رحم سم شو اوس نو د کور. والي په مهال زياته اندېښنه نلري خو جالبه داده چې دا مېرمن لکه ددې په شان د ښځو غوندې د نارينه کومې بيضې چې لري هغه نه لرې کوي.

دا وايي چې دا کوم غړي چې د نارينه پکې دی ددې‌ژوند یې نه دی تنګ کړی نو دا یې هم د لرې کولو مجبوریت نه حس کوي او د بدن د‌يوې برخې په شکل ورسره خوشحاله او راضی ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *