حيرانونکې دنده لري: خفه خلکو لټوي او يوه غاړه ورکوي خو باید

يوې اسټراليايۍ مېرمنې د خپل ژوند د دوام او ګټې وټې لپاره عجیبې لارې ته مراجعه کړې ده، د ۴۳ کلونو عمر لرونکې مېرمن وايي کلونه کېږي چې په يو داسې کار یې پيل کړي دی چې هم یې پکې ښه سات تېر دی او هم ترې ډېره ښه ګټه لري.

د ميسي روبينسون په نامه دا مېرمن وايي چې دا په پيسو خلکو ته‌ غاړه ورکوي، ځینې کسان چې يا زیات خوشحاله وی او يا هم زيات خفه وی هغوی غواړي یو کس ولري چې غاړه ورکړي نو ددې ډول کسانو سره په داسې ورځو کې ملتيا کوم او په مقابل کې یې ښه روپۍ اخلم‌.

نوموړې زیاتوي چې په ځينې شرکتونو کې هم کار کوي کله یې چې کار کوونکي ورخطا وي او سترېس لري نو ددې سره خبرې کوي او دا هغوی غاړه ورکوي او تسلی کوي یې.

ځینې خلکو چې ورباندې نیوکې کړې دي چې په اصل کې په همدې بهانه جن. سي اړیکې ټینګوي دا یې ردوي او وايي دا کاملاً يو صميمي نېږدې کېدل وي او د جن. سي مسايلو سره هېڅ اړه نلري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *