حيرانونکې: خپل زړه د ځان سره يو ځای په يوه پلاستيکي کڅوړه کې ګرځوي

د بدن د غړو انتقال يوه حساسه او با اهميته مسله ده، ډېر خلک یې په هکله کافي معلومات نلري، د بدن د غړو انتقال ته زيات ناروغان په تمه وي او په سختۍ ورته رسېږي. يوې مېرمنې چې په ټيک ټاک کې د خپل زړه په هکله جالبه ويډيو پورته کړې ده چې خپل زړه یې په يوه لاس کې دی.

دا مېرمن چې جسيکا نومېږي په نوي زيلاند کې ژوند کوي او ۲۹ کاله عمر لري، دا وايي چې د کوچني والي څخه د زړه د ناروغۍ سره مخ و، سخت عملیاتونه یې ترسره کړل خو بلاخره يو څوک پيدا شول چې دې ته خپل زړه ورکړي.

کله چې نوموړې ته د زړه انتقال وشو نو د هغه ورځې راهیسې خپل پخوانی زړه د ځان سره په يوه پلاستيک کې ګرځوي په دې پلاستیک کې ځانګړي مواد دي چې د زړه د خرابېدو مخنيوی کوي.

دا وايي چې خپل پخوانی زړه یې که څه هم کار نکوي او د لاسه یې ورکړ خو ډېرې سختۍ ورباندې تېرې شوې دي او دا يې نه غواړي چې د خپل ځان څخه لرې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *