حميد حسن: افغانستان کې ښه استعدادونه شته دي، بس په وړاندې یې یو
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی چټک توپ اچونکی او نوی روزونکی حمید حسن وایي، چې د افغانستان د چټکې توپ اچونې لپاره ډېر ښه او غوره پلانونه لري او زموږ چټکه توپ اچونه به د سپېن توپ اچونې په څېر شي.
نوموړي له ازادي راډیو سره په تازه مرکه کې د خپل تقاعد، د روزونکي په توګه د ټاکل کېدو او یو شمېر نورو مسایلو او پلانونو په باب غږېدلی او ویلي یې چې زه خپلې نوې دندې او مسولیت ته سخت لېواله یم.
حمید حسن وایي، چې د تقاعد پرېکړه یې ډېره ګرانه وه او په دې تړاو یې له تېرو څو میاشتو او حتی کال راهیسې فکر کاوه او بالاخره دغه سخته پرېکړه یې وکړه او اوس غواړي چې خپله مینه او اړیکه له کرکټ سره جاري وساتي او د کوچنګ په برخه کې به کار وکړي.
حمید په دې باور دی چې دا مهال افغانستان یو شمېر ښه چټک توپ اچونکي لري، چې په مختلفو لیګونو کې لوبېږي او ښه کارکردګي کوي؛ خو وایي د هغوی په کمزورۍ به کار کوي او په راتلونکي به د چټکې توپ اچونې ستونزې حل کوي.
هغه وایي، زه پلان لرم او کرکټ راسره منلې هم ده، زه به د افغانستان له کلیو او بانډو هم استعدادونه راپیدا کوم او هڅه به کوم چې زموږ د چټکې توپ اچونې برخه هم د سپېن توپ اچونې په څېر شي او دا برخه ۵۰-۵۰ سره برابر شي.