حمدالله محب: ښځه مې د امريکا جاسوسه نده، هغه همدا اوس هم د افغانستان لپاره

په دې وروستيو کې د امرالله صالح په ښځه باندې دا تورونه پورې شول چې ګواکي هغه د امريکا جاسوسه وه، تازه حمدالله محب دغو خبرونو ته غبرګون ښودلی دی او د خپلې مېرمنې سخته دفاع یې کړې ده.

نوموړي ویلي دي چې دا ډول خبرونه هېڅ اعتبار نلري او کوم کسان چې دا اوازې خپروي هغوی په حقيقت کې غواړي لاس په ده او دده په کورنۍ پاک کړي.

ښاغلی محب وايي ددې لپاره هېڅ اړتیا نه وه چې امريکا دده مېرمن د جاسوسې په توګه وکاروي وايي د هغه وخت د حکومت هرڅه د امريکايانو په کنټرول کې و او امريکا په افغان حکومت کې کوم جاسوس ته اړتيا نه درلوده.

د حمدالله محب په ښځه ځکه نیوکې دومره په اسانه کېږي چې هغه امريکايی ده او ځینې کسان دا خبره کوي چې ګواکي هغه د امريکا حکومت د حمدالله محب په څنګ کې ګومارلې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *