حمدالله محب: ما غوښتل ولسمشر شم خو زما په مخکې لوی خنډ دا و چې -

حمدالله محب: ما غوښتل ولسمشر شم خو زما په مخکې لوی خنډ دا و چې

حمدالله محب د افغانستان په پخواني حکومت کې یوه داسې څېره وه چې د پخواني ولسمشر اشرف غني سره یې ډیرې نېږدې اړيکې درلودې او په هر راز يې خبر و.

د اشرف غني څخه د حمدالله محب، فضلي او تر يو ځايه پورې د امرالله صالح چمبړ را تاو و، دوی اشرف غني ته نورو کسان په اسانۍ نه ور پرېښودل او هغه ته به يې د افغانستان د حالاتو يو ډېر ښه انځور وړاندې کاوه.

د هغه نېږدې ملګري وايي چې حمدالله محب به ويل چې زه غواړم ولسمشر شم او په دې برخه کې یې د زمینه سازۍ لپاره زياتې پيسې مصرف کړې او ډېر کسان یې ګومارلي و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *