حمدالله محب: د اشرف غني د تېښتې پلان له پخوا څخه موجود و خو

تېره شپه د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني نېږدې کس او د ملي امنیت د شورا پخوانی ریس حمدالله محب د اې بي اېن رسنۍ سره د ټويټر په سپېس کې مېلمه و او د افغانستان د وروستيو حالاتو او د جمهوریت د سقوط اړوند یې مهمې څرګندونې وکړې.

د افغانستان د پخواني حکومت د سقوط په هکله ترټولو زیاته تر بحثونو لاندې مسله د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني تېښته ده. اشرف غني هغه وخت دا پېټی د ځان لپاره نور هم دروند کړ کله یې چې د سقوط څخه څه موده وړاندې د پخواني ولسمشر او خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان سپکاوی وکړ او ويې ويل چې هغه ډارن و او د هېواد څخه وتښتېده. زه د هغه غوندې نه يم.

څه موده وړاندې حنيف اتمر په خپله مرکه کې وويل چې اشرف غني مخکې له مخکې د تېښتې پلان درلود د سقوط څو ورځې وړاندې یې د بهرنیو چارو وزارت ته درخواست کړی و چې دده پاسپورټ ور واستول شي.

خو اوس ددې خبرې په هکله حمدالله محب وايي چې د تېښتې پلان د پخوا څخه پدې شکل موجود و چې که کومه ورځ حالت له کنټرول څخه ووځي نو د ولسمشر د خونديتوب لپاره به څه کېږي. دی وايي دا يو بي پلان و چې امنيتي ځواکونه یې هر وخت لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *